د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر د اسرائیل له صدراعظم سره د ایران په اړه خبرې وکړې.
مایک پامپئو پرون په بیتالمقدس کې د اسرائیل له صدراعظم بنیامین نتانیاهو سره وکتل.
تردې لیدنې کتنې وروسته پامپئو د ایران مشران د نورو په لهمنځه وړلو تورن کړل او ویې ویل چې اسرائیل ته هره ورځ ګواښونه متوجه دي، خو متحد ایالتونه د اسرائیل امنیت ته ژمن دي او د هغه ملاتړ کوي.
د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو په داسې حال کې د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر یې څنګ ته ولاړ و، د هغو فشارونو هرکلی وکړ چې واشنګټن له ایران سره د ۲۰۱۵ میلادي کال له اټمي تړونه وروسته پر تهران راوستي، خو نتانیاهو زیاته کړه چې دا فشارونه باید پسې ډېر شي.