یوه پاکستاني محصل خپل استاد پهدې تور وژلی چې هغه غوښتل د فراغت په غونډه کې نارینه او ښځینه سره یوځای شي.
په بهاولپور کې د اګرتون کالج محصل خطیب حسین پرون د نورو محصلانو له لوري د پیښې په ځای کې ونیول شو.
د پولیسو په وینا دا محصل د انګلیسي ژبې د استاد خالد حمید په قتل تورن شوی دی.
پولیس وایي چې خالد حمید د فراغت د محفل په تیاریو بوخت و چې خطیب حسین ورباندې په چاړې حمله وکړه.
پولیسو د تورن په وینا ویلي دي چې د نارینه او ښځینه ګډ محفل د اسلام له نظره ناروا دی او ده مخکې له مخکې استاد خالد حمید ته خبرداری ورکړی و.