د پاکستان د اپوزسیون د یوه مهم ګوند له مشرانو څېړنې پیل شوې

د پاکستان د پخواني ولسمشر اصف علي زرداري زوی بلاول بوټو

د پاکستان د اپوزسیون د یوه مهم ګوند له مشرانو د دغه هېواد د فساد ضد ادارې تحقیقات پيل کړل.

د پاکستان له پخواني ولسمشر اصف علي زرداري او د هغه له زوی بلاول بوټو څخه چې د پیپلز ګوند مشران دي، پرون په اسلام اباد کې د ځواب ورکولو ادارې «NAB» تحقیقات وکړل.

د پوښتنو ګرویږنو پر مهال د فساد ضد ادارې بهر د پیپلز ګوند په سلګونو پلویان راغونډ شوي وو او مرګ پر عمران خان شعارونه یې ورکول.

بلاول بوټو په اسلام‌اباد کې خبري غونډې ته د خبرو پر مهال عمران خان تورن کړ چې خپل سیاسي مخالفان ځپي.

د پاکستان د ځواب ورکولو ملي ادارې په یوې اعلامیې کې ویلي چې له اصف علي زرداري او بلاول بوټو څخه د درېیو قضیو په اړه دوه ساعته تحقیقات وشول او دوی ته سوالونه وسپارل شول چې په لسو ورځو کې ځواب ورکړي.