نن په افغانستان کې د ۱۳۹۸ کال لومړۍ ورځ ده. د نوروز ستر مراسم په مزارشریف کې د مولانا علي پر مزار د جنډې له پورته کولو سره پیلیږي.
د افغانستان ولسمشر اشرف غني پرون په ارګ کې د نهال کښینولو پر مهال هیله وښوده چې دا کال د سولې کال شي:
"نوي کال درته مبارک وایم، خدای دې د سولې کال کړي، خدای دې د سوکالي کال کړي او خدای دې د برکت کال کړي."
د بلخ نوي امنیه قوماندان عبدالرقیب مبارز ازادي راډیو ته وویل چې په مزارشریف کې یې د نوروز د لمانځلو لپاره جدي امنیتي تدابیر نیولي دي.