د نیوزیلنډ صدراعظمه وایي، د هغه نوي قانون له مخې چې تېره اوونۍ پهدې هېواد کې پر دوو جوماتونو د ډلهییزې وژنې د پېښې وروسته تصویب شوی، پر پوځي ډوله وسلو او ورته اټوماټیک ټوپکو بندیز لګول کېږي.
جاسینډا ارډرن دغه څرګندونې نن وروسته له هغې وکړې چې شپږ ورځې وړاندې د مارچ په ۱۵مه د کرایست چرچ ښار پر دوو جوماتونو د ډلهییزې وژنې په حملو کې چې ۵۰ تنه ووژل شول، بریدګر له همدې ډول وسلو کار اخېستی و.
ارډرن وویل، تمه کوي چې دغه نوی قانون د اپریل له ۱۱مه تطبیق شي او حکومت به هم یو پروګرام تنظیم کړي چې له خلکو بېرته دا ډول وسلې وپېري.
په عین حال کې پولیسو وویل چې د ټولو پنځوسو قربانیانو د پیژندنې پروسه بشپړه شوې ده.
پرون د لومړي ځل لپاره د دې پیښې د لومړنیو دوو قربانیانو مړي خاورو ته وسپارل شول چې له هغې وروسته د نورو مړو د ښخولو لړۍ تراوسه روانه ده.
ټاکل شوې چې سبا پهدې ښار کې په یوه لویه غونډه کې د دغې حملې قربانیانو د دوعا او فاتحې مراسم ترسره شي.