د ایران ولسمشر په هېواد کې دننه د سیاسي ډلو ترمنځ د شخړو د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې دغه دلې باید د بهرنیو دښمنانو په وړاندې یو موټی شي.
حسن روحاني د نوي کال د نوروز په مناسبت په یوه وینا کې چې د دولتي ټلوېزېون له لارې نن خپره شوه، دغه څرګندونې وکړې.
روحاني چې د نړۍ له قدرتونو سره د ایران د ۲۰۱۵ میلادي کال له تړونه د متحده ایالتونو تر وتلو وروسته په ایران کې دننه د تُندلارو تر فشارلاندې لاندې دی، د خپلو اقتصادي پالیسیو دفاع وکړه او په هېواد کې د ناوړه اقتصادي وضعیت ملامتي یې پر متحدو ایالتونو واچوله چې له دغه تړونه تر وتلو وروسته یې پر تهران بېرته بندیزونه لګولي دي.