د بلخ چارواکي: د نوروز لمانځلو لپاره جدي امنیتي تدابیر نیول شوي

د بلخ نوی امنیه قوماندان عبدالرقیب مبارز

د بلخ نوی امنیه قوماندان عبدالرقیب مبارز وايي، د نوروز د لمانځلو لپاره‌یې جدي امنیتي تدابیر نیولي دي.

عبدالرقیب مبارز نن چهارشنبه د مارچ ۲۰مه ازادي راډیو ته وویل:

"هېڅ د اندېښنې ځای نه‌شته، موږ د سیمې د اوسېدونکو سره په دوامدار ډول په تماس کې یو. هر څوک چې دلته راځي موږ امنیت ورته نیسو، هېڅ امنیتي مشکل دلته نه‌شته."

د یو شمېر سرچینو په حواله، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني به سبا په بلخ کې د نوروز د جشن د پیل په مراسمو کې برخه اخلي، خو د بلخ امنیه قوماندان دا خبر نه‌دی تأیید کړی.

د ازادي راډیو د خبریال په حواله، د افغانستان د کورنیو او دفاع سرپرست وزیران نن بلخ ته ځي.