د بخښنې نړیوال سازمان: امریکا په سومالیا کې ملکيان وژلي

ارشیف، د موټر بم په یوه چاودنه کې یو تن وژل شوی دی.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي، د امریکا د متحده ایالاتو پوځ په وروستیو دوو کلونو کې په سومالیا کې هوايي حملې کړي چې ملکي وګړي په‌کې وژل شوي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې دا کار ښايي جنګي جنایت وګڼل شي، خو په افریقا کې د امریکايي ځواکونو قوماندانۍ دا ادعاوې رد کړې دي.

د بخښنې نړیوال سازمان په څېړنه کې څرګنده شوې چې په ۱۱۰ هوايي حملو کې چې د ۲۰۱۷ میلادي کال له دوبي راهیسې شوي، ۱۴ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې حملې ظاهراً د جګړې پر نړیوالو قوانینو تېری کوي او په ځيني مواردو کې جنګي جنایت بلل کېدلی شي.

د امریکا پوځ دا راپور رد کړی او وايي چې په سومالیا کې یې په‌دې موده کې ۸۰۰ وسله‌وال وژلي دي.

د امریکا پوځ ویلي چې په یاده موده کې یو ملکي وژلی یا زخمی شوی نه‌دی.