په بلوچستان کې وسلهوالو طالبانو شپږ ملېشه عسکر وژلي دي.
حمله نن چهارشنبه د مارچ ۲۰مه د بلوچستان په زیارت سیمه کې شوې ده.
د حملې مسؤلیت د پاکستاني طالبانو ډلې، تحریک طالبان پاکستان اخیستی دی.
دې ډلې په یوه بیان کې ویلي چې دا حملهیې په بلوچستان کې د ملېشه ځواکونو په عملیاتو کې د خپلو ملګرو د قتل د غچ اخیستلو لپاره کړې ده.