د رادوان کاراجیچ په برخه کې د "م. م" پرېکړې ته شېبې شمېرل کېږي

رادوان کاراجیچ

په سربرنیڅه کې د عام وژنې د قربانیانو خپلوان او د کورنیو غړي نن چهارشنبه د مارچ ۲۰مه د رادوان کاراجیچ په برخه کې د ملګرو ملتونو قضاوت ته شېبې شمېري.

په ۱۹۹۵ میلادي کال کې په سربرنيڅه کې ۸ زره مسلمان نارینه چې هلکان او د پاخه عمر سړي په‌کې وو، ووژل شول.

رادوان کاراجیچ د بوسنیا له صربانو څخه دی او په دې عام وژنه کې په لاس درلودلو تورن دی.

هغه همداراز د سرایوو د څلور کلنې محاصرې چې نږدې ۱۰ زره کسان په‌کې ووژل شول، له پلان جوړونکو ګڼل کېږي.

هغه په ۲۰۱۶ میلادي کال کې په عام وژنه، د بشري ضد جرمونو په ترسره کولو او جنګي جنایت په جرم په ۴۰ کاله بند محکوم شو.

خو څارنوالانو په هاګ کې د نړیوالې محکمې له قاضیانو غوښتنه کړې چې د دوهمې عام وژنې له توره د هغه برائت لغو کړي او په عمر قید یې محکوم کړي.

د هاګ قاضیان به نن په‌دې اړه پرېکړه کوي.