د ۶۳۱ میلیونه ډالرو په ارزښت به بدخشان ته د برښنا رسولو او شیوهبند د جوړولو تړون لاسلیک شو.
جمهوري ریاست نن په یوه بیان کې ویلي چې د جمهور رئیس محمد اشرف غني په حضور کې بدخشان ته د برښنا رسونې او شیوهبند د جوړولو تفاهم لیک تېره ورځ ناوخته لاسلیک شوی.
د دغه تفاهملیک هدف د اغا خان اقتصادي پراختیا صندوق او د دوی انکشافي شریکانو د ۶۳۱ میلیونه ډالرو پانګونې په ارزښت د بدخشان خلکو ته د برښنا تولید دی.
د بدخشان ولایت د برښنا انرژۍ د اړتیاوو رفع کولو په خاطر د دغې پروژې د تړون موده ۳۰ کاله وړاندیز شوې چې په څو پړاوونو کې تطبیقېږي او هر پړاو بهیې اووه کاله وخت ونیسي.