د میدان وردګ چارواکي: بې‌پیلوټه الوتکې ۴ وسله‌وال طالبان وژلي

د افغانستان په نقشه کې میدان وردګ ولایت

د میدان وردګ ولایت چارواکي وايي، د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې ۴ وسله‌وال طالبان وژل شوي او يو ټپي دى.

د ولایت مقام د مطبوعاتو مسؤل محیب‌الله شریف‌زوى نن چهارشنبه ازادي راډيو ته وویل چې بهرنیو ځواکونو تېره شپه دغه وسله‌وال د نرخ ولسوالۍ اړوند په کورکه سیمه کې په نښه کړي دي.

نوموړی وايي، دغو وسله‌والو د ملکي خلکو له موټره په استفادې وسلې لېږدولې چې بې‌پيلوټه الوتکې ورباندې حمله وکړه.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.

خو د ميدان وردګ د ولایتي شورا غړي شريف‌الله هوتک بيا ويلي چې وژل شوي کسان ملکيان دي.