په پام کې ده قاسم جومارت توکایف «Qasym-Zhomart Toqaev» به نن چهارشنبه د قزاقستان د سرپرست ولسمشر په توګه لوړه وکړي.
له دې سره پهدغه هېواد کې د پخواني ولسمشر نور سلطان نظربايف نږدې ٣٠ کلنه واکمني پاى ته رسېږي.
نظربايف چې د ولسمشرۍ له څوکۍ لیرې شو، تمه کېږي چې لاهم پهدغه هېواد کې له پراخ نفوذه برخهمند وي.
۶۵ کلن توکايف چې په مسکو کې يې زدهکړې کړي، د قزاقستان د صدراعظم او د بهرنيو چارو وزير په توګهيې هم دنده ترسره کړې ده.
ده نن سبا د قزاقستان د مشرانو جرګې د رئيس په توګه دنده ترسره کوله.
دى به له ۷۸ کلن نظربايف څخه چې په پام کې وه دورهيې په ٢٠٢٠ میلادي کال کې پاى ته ورسېږي، قدرت په لاس کې واخلي.
نظربايف چې کله توکايف د سرپرست ولسمشر په توګه اعلاناوه، ويېويل چې د قزاقستان د رهبرۍ لپاره خلک ورباندې باور کولاى شي.
توکايف چې په جنيوا کې يې هم د ملګرو ملتونو د ډيپلومات په توګه دنده ترسره کړې، پر قزاقۍ، روسۍ، انګرېزي او چينايي ژبو حاکم دى.