طالبان وايي، د بادغیس په بالامرغاب کې اسیر شوي ۵۸ افغان حکومتي سرتېري یې خوشې کړې دي.
د افغانستان دفاع وزارت تر دې مخکې ویلي و چې د بادغیس په بالامرغاب کې د سختو نښتو په نتیجه کې ۵۸ تنه امنیتي سرتېري د طالبانو لهخوا نیول شوي چې د خوشې کېدو لپارهیې هڅې روانې دي.
خو د سې شنبې په ماښام طالب ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په یوه استولي پیغام کې ویلي چې دا سرتېري د دوی د مشرتابه په امر خوشې شوي دي.
دفاع وزارت تر اوسه د دې سرتېرو د خوشې کېدو په اړه تبصره نهده کړې.
د بادغیس د ولایتي شورا غړو مخکې ویلي وو، د بالامرغاب پر موریچاق سیمه د طالبانو له پراخو حملو وروسته شااوخوا ۵۰ سرتېري له طالبانو سره اسیر شول، خو پاتې له سرحده ترکمنستان ته واوښتل او حتی د ولایتي شورا یوه غړي لا دا ادعا هم وکړه چې شااوخوا ۱۵۰ سرتېري چې په موریچاق سیمه کې د طالبانو له حملو وروسته ترکمنستان ته اوښتي وو، وروسته طالبانو ته تسلیم شول.
د افغانستان دفاع وزارت مخکې تأیید کړې وه چې د بادغیس پر بالامرغاب ولسوالۍ د وسلهوالو طالبانو په حمله کې ۵۸ سرحدي سرتېري طالبانو یرغمل کړي دي.