برایان هوک: ایرانیان کارونو ته اړتیا لري نه لعنت ویلو ته

د ایران لپاره د امریکا ځانګړي استازي برایان هوک

د ایران لپاره د امریکا ځانګړي استازي برایان هوک د ایران ولسمشرحسن روحاني ته ویلي چې د دې پرځای چې ایرانیان د ایران د ناوړه اقتصادي وضعیت په خاطر دې ته هڅوي چې متحده ایالتونو او یو شمېرو هېوادونو ته لعنت ووایي، ایرانیانو ته دې کارونه او شغلونه ایجاد کړي.

ښاغلي هوک نن په یوه ټویټري پیغام کې دغه څرګندونې د ښاغلي روحاني د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې کړي دي.

روحاني د دوشنبې په ورځ په یوه ټلوېزېوني وینا کې د ایران ناوړه اقتصادي وضعیت ته په پام سره له ایرانیانو غوښتي چې متحدو ایالتونو، اسرائیل او سعودي عربستان ته دې لعنت ووایي چې دغه وضعیت یې رامنځته کړی.

داسې ښکاري چې روحاني د دې هڅه کړې چې په‌دې څرګندونو سره هغه انتقادونه ځواب کړي چې د تهران او د نړۍ د قدرتونو ترمنځ له اټمي تړونه د متحدو ایالتونو تر وتلو وروسته پر تهران د واشنګټن د بندیزونو د بېرته لګېدو سره د دې هېواد د ناوړه اقتصادي وضعیت له امله د هغه پرحکومت زیات شوي دي.

په دې اړه نور:

روحاني ایرانیانو ته: پر امريکا، اسرائيل او سعودي لعنت ووايئ

هوک وویل، روحاني دې د لعنت ویلو او جادو له لارې د خپلې اقتصادي کمزورتیا ملامتي پر نورو نه اچوي او د ایران خلک د لعنت ویلو پر ځای کارونه غواړي.

د ایران لپاره د امریکا ځانګړي استازي له دې مخکې هم د ایراني جګ‌پوړو چارواکو د ورتو څرګندونو په وړاندې کله ناکله عکس العمل ښودلی دی.

روحاني په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د ولسمشر په توګه د بیا غوره کېدو په انتخاباتي کمپاین کې ژمنه کړې وه چې د ایران اقتصاد ته به وده ورکړي او پر متحدو ایالتونو یې هم تور پورې کړی و چې غواړي دا هېواد تر خپل نفوذ لاندې راولي.

امریکایي چارواکو په کراتو- کراتو دا خبره کړې چې د بندیزونو له بیا جاري کېدو یې هدف دا نه‌دی چې د ایران د خلکو ژوند سخت شي بلکې غواړي د دې هېواد پر نظام فشار راوړي چې د اټمي تړون په اړه له سره خبرو ته کیني.