د اساسي قانون پر پلي کېدو د څار کمېسیون: ۳ ګونو قواوو ځینې قانوني سرغړونې کړي

د افغانستان د اساسي قانون له تصویبېدو نه ۱۵ کاله وروسته بیا هم په یو شمېر مواردو کې د دغه قانون د ځینو اړخونو پر نه پلي کېدو انتقادونه کېږي.

د افغانستان د اساسي قانون پر پلي کېدو د څار کمېسیون د ۹۷ لمریز کال په پای کې ازادي راډیو ته وویل، د دوی ارزونې ښيې چې د دولت درې ګونو قواوو د اساسي قانون له ځینو مواردو نه سرغړونه کړې ده.

د دغه کمېسیون غړي سید ابوبکر وویل، په‌دغه کال کې یې د اساسي قانون پر پلي کېدو لازم څار کړی او څرګنده شوې چې درې ګونو قواو ځینې قانوني سرغړونې کړې دي.

نوموړي زیاته کړه:

"د اساسي قانون ۲۱ مورده د مقننه، اجرائیه او قضائیه قوې له‌خوا نه‌دي پلي شوي، دې هرې قوې، په خپل وار سره له قانونه سرغړونه کړې. موږ دا سرغړونې د رسنیو او د کمېسیون د سایټ له لارې اعلان کړي چې د افغانستان خلک په جریان کې وي."

دی وايي، د قانون د نه پلي کېدو یو لامل په هېواد کې ناامني او له قانونه د خلکو بې خبري ده.

د افغانستان د اساسي قانون پر پلي کېدو د څار د کمېسیون غړي او منشي عبدالرؤف هروي، د دولتي او غیر دولتي بنسټونو له‌خوا، د قانون له موادو سرغړونه د اندېښنه وړ ګڼي وايي، د دغه قانون پنځمه، ۶۴مه، ۷۹ یمه، ۹۰مه، ۹۴مه، ۱۲۸مه، ۱۳۴مه ماده او داسې نور موارد ډېر ځله د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون، لوېې څارنوالۍ، محاکمو او داسې نورو بنسټونو له‌خوا نقض شوی دي.

د افغانستان اساسي قانون په ۱۳۸۲ لمریزکال کې د یوې مهمې ملي وثیقې په توګه په ۱۲فصلونو او ۱۶۲ مادو کې تصویب شو.

د دغه قانون له تصویبېدو راهیسې انتقادونه کېږي چې سم نه‌دی پلی شوی او ان دا چې له ځینو مواردو نه یې سرغړونه هم شوې ده.

خو د افغانستان ستره محکمه وايي، دغه قانون په عدلي او قضايي ارګانونو کې په ښه توګه پلی شوی او په ځینو مواردو کې ترې ان سرغړونه هم نه‌ده شوې.

د سترې محکمې ویاند امان‌الله ایمان په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

د سترې محکمې ویاند امان‌الله ایمان

"دا سخته ده چې فیصدي یې وړاندې کړم، خو په ټوله کې دغه ارګان هڅه کړې چې قانون ښه پلی او عدالت په سمه توګه تأمین شي. د دې ترڅنګ په ادارو کې پراخ بدلونونه هم راغلي او لامل شوي چې د قانون پلي کولو ته ښې زمینې برابرې کړي."

د اساسي قانون ترڅنګ ځینې نور فرعي قوانین هم شته چې د ملي شورا د تصویب او د ولسمشر له توشېح وروسته نافذ او د ادارو د چارو په پرمخ بېولو کې کارول کیږي.

دا په‌داسې حال کې ده چې د افغانستان ولسي جرګه وايي، په ۹۷ لمریز کال یې سلګونه قوانین او مقررې تصویب کړي دي.

د دغې جرګې منشي عرفان‌الله عرفان ازادي راډیو ته وویل:

"موږ د جرګې په ۱۶مه دوره کې شاوخوا ۴۱۰ قوانین او تقنیني اسناد تصویب کړي دي چې شاوخوا یو سلو درې قانونه، ۴۷ فرمانونه، د بودجې ۱۸ سندونه، او ۱۴۰نړیوال اسناد په‌کې دي په‌دغه دوره تصویب کړي دي."

د ولسي جرګې منشي عرفان‌الله عرفان

​کابل ښاریان دا مني چې قانون په ځینو برخو کې د دولتي ادارو او په تېره د عدلي او قضايي ارګانونو له‌خوا پلي کېږي، خو د دوی په خبره پر بیوزلو او کمزورو خلکو.

د کابل ښار یوه اوسیدونکي جاوېد ازادي راډیو ته وویل:

"قانون په دولتي ادارو کې که هغه څارنوالۍ، قضا او یا بله اداره وي پر هغو کسانو پلي کېږي چې بې وزلې وي. له قانونه هغه کسان سرغړونه کوي چې زور لري. دا درته ویلی شم چې قانون په افغانستان کې یوازې دیرش فیصده پلی او ۷۰ فیصده نقض کېږي."

د افغانستان ځیني قانون پوهان وايي، په‌دې هېواد کې ډېر ځله له قانونه سرغړونه شوې او په ډېرو لږو موارد کې پلی شوی دی.

د دغو حقوق پوهانو له ډلې عبدالشکور دادرس، په ۹۷م لمریز کال کې د قانون د پلي کېدو په اړه ازادي راډیو ته وویل:

یوتن کارپوه عبدالشکور دادرس

"د اساسي قانون د ۱۶۲ مادو له جملې ډېری نه‌دي پلي شوی، نه متوازنه پوهنه، نه متوازنه روغتیا او نه کار شته. د افغانستان خلکو ته نه یوازې دا چې اساسي حقونه نه‌دي ورکړل شوي، حتې تضمینات یې هم له منځه وړل شوي چې د خلکو د ژوند لومړنی حق دی."

خو د حقوقي چارو د یوې بلې برخې پوه، اجمل هوډمن وايي، پرته له شکه په ډېري مواردو کې قانون پلي شوی، خلکو د دغه قانون تر چتر لاندې ژوند کړی او له خپلو ازادو حقونو یې ګټه اخېستې ده.

د ده په خبره په ځینو مواردو کې له قانونه سرغړونه هم شوې چې په‌کار ده، په راتلونکي کې په پام کې وي او د تکرار مخه یې ونیول شي.

راپور: خان محمد سیند