په هرات کې پرونیو سېلابونو ځاني او مالي تاوانونه رسولي

ارشیف، د هرات ولایت د سېلاب یو انځور

په هرات ولایت کې پرونیو سېلابونو خلکو ته ځاني او مالي تاوانونه رسولي دي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد نن ازادي راډیو ته وویل، د دې ولایت په مختلفو ولسوالیو کې د سېلابونو له امله لس کسان وژل شوي او ګڼ شمېر کورونه او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه تخریب شوې ده.

د ښاغلي فرهاد په خبره، په وژل شویو کې ۴ ښځې او دوه ماشومان هم شامل دي.

نوموړي وویل چې د سروې ټیمونه سېلاب په ځپلو سیمو ته استول شوي چې د زیانونو اندازه معلومه او اړینو خلکو ته مرسته برابره کړي.