په موزنبیق کې د موسمي طوفانونو له امله په راوتلو سېلابونو کې د څه د پاسه زرو کسانو د وژل کېدو وېره ده.
د موزنبیق ولسمشر فلیپ نیوسي ویلي، تر اوسه د ۸۴ کسانو وژل کېدل تأیید شوي، خو وېره ده چې څه د پاسه زر کسان به په دې پېښه کې چې هغه د لويې کچې یو ناورین وباله، وژل شوي وي.
له څلورو ورځو راهیسې د موزنبیق ساحلي سیمې تېزو بادونو او ورښتونو سختې ځپلې دي.
د دې موسمي طوفانونو له امله موزنبیق ته نږدې د افریقا یو شمېر نور هېوادونه هم زیانمن شوي دي.
د زیمبابوې د اطلاعاتو وزارت ویلي چې په دغه هېواد کې دې طبیعې پېښې لږترلږه ۹۸ کسان وژلي دي.