د بادغیس والي وايي، لسګونه سرتېري چې د بالامرغاب ولسوالۍ پر موریچاق سیمه د طالبانو له پراخو حملو وروسته ترکمنستان ته تښتېدلي وو، هېواد ته راستانه شوي دي.
عبدالغفور ملکزي نن ازادي راډیو ته وویل، شااوخوا ۶۰ سرتېري د افغان حکومت او ترکمنستان په ګډو هڅو د تورغونډۍ بندر له لارې خپل هېواد ته ستانه شول.
ده وویل:
"شپېته سرتېري چې ترکمنستان ته اوښتي وو، نو موږ د همغږۍ پر بنسټ حکومت، په ترکمنستان کې د افغانستان قونسلګرۍ او د بهرنیو چارو وزارت ته خبر ورکړ، بیا ولسمشر د ترکمنستان له ولسمشر سره خبرې وکړې، دوی غوښتل دا کسان د هوا له لارې انتقال کړي، خو ترکمنستان د ښه ګاونډیتوب او دوستۍ له مخې د تورغونډۍ له لارې راوستل او افغانستان ته یې وسپارل."
د بادغیس د ولایتي شورا غړو مخکې ویلي وو چې د بالامرغاب پر موریچاق سیمه د طالبانو له پراخو حملو وروسته له سلو زیات افغان پولیس د ترکمنستان په سرحد کې ګیر پاتې وو.
د ولایتي شورا د غړو په وینا، شااوخوا پنځوس سرتېري له طالبانو سره یوځای شول خو پاتې له سرحده واوښتل او حتی د ولایتي شورا یوه غړي لا دا ادعا هم وکړه چې شااوخوا ۱۵۰ سرتېري چې په موریچاق سیمه کې د طالبانو له حملو وروسته ترکمنستان ته اوښتي وو، وروسته طالبانو ته تسلیم شول.
افغان سرتېري په وروستیو څو ورځو کې په بالامرغاب ولسوالۍ کې سختې ورځې تېروي.
ارشیف، افغان سرتېري
پر دې سیمه د طالبانو د حملو له زیاتېدو وروسته د بادغیس د ولایتي شورا رئیس عبدالعزیز بیګ پر افغان حکومت غږ وکړ چې د ډاډمن امنیت د ټینګولو لپاره مرستندوی ځواکونه ور واستوي.
ده زیاته کړه:
"هیله لرو چې دلته د ځمکې او هوا له لارې عملیات وشي، څو په بالامرغاب کې ډاډمن امنیت ټینګ شي، خو په دې سیمه کې زیات شمېر ځواکونو ته اړتیا ده، ځکه هغه سرتېري چې پخوا دلته وو، ځیني وژل شوي، ځیني ټپیان او ځینېي نور یې اسیران شوي دي."
بالامرغاب، قادس، آبکمري او مقر د بادغیس له ناامنو ولسوالیو څخه دي او دا اندېښنې هم شته چې ښايي د پسرلي په رارسېدو او د طالبانو د جنګي فصل له پیل سره سم په ناامنیو کې زیاتوالی راشي.
د بالامرغاب اوسېدونکي د دې ولسوالۍ د احتمالي سقوط له کبله اندېښمن دي، خو چارواکي ډاډ ورکوي چې ډېر ژر به په ناامنو سیمو کې د طالبانو پرضد پوځي عملیات پیل شي.