د نیوزیلنډ په کرایسټ چرچ ښار کې په دوو جوماتونو کې د ۵۰ مسلمانانو په ګڼې وژنې تورن استرالیایی برنتون تارانت وايي چې په محکمه کې مدافع وکیل ته اړتیا نه لري.
په نیوزیلنډ کې پر دوو جوماتونو په برید تورن په محکمه کې د ځان د دفاع لپاره مدافع وکیل رد کړی دی او وايي چې خپله به د ځان دفاع وکړي.
د تېرې جمعې په ورځ یوه وسله وال کس د نیوزیلنډ د کرایسټ چرچ ښار په دې جوماتونو کې پر خلکو ډزې وکړې چې په نتیجه کې یې ۵۰ کسان مړه او ۴۴ نور ټپیان شول.
په دې برید تورن برنتون تارانت ته محکمې مدافع وکیل ټاکلی و، خو هغه ویلي چې د محکمې په جریان کې به خپله د ځان دفاع او استازیتوب وکړي.
ریچارد پيټرز چې په لومړنۍ محکمه کې د تارانت مدافع وکیل و، فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي، نوموړي ده ته په ډاګه وویل چې نه غواړي مدافع وکیل ولري، تارانت محکمې د شنبې په ورځ د مارچ په ۱۶مه په قتل تورن کړ، د لومړنۍ محکمې قاضي ویلي چې پر نوموړي به وروسته نور تورونه هم ولګول شي.
د نیوریلنډ د وروستۍ مرګونې پېښې د قربانیانو په یاد د ګلونو د ایښودلو د مراسمو یو انځور
سپین پوستی تارانت چې ویل کېږي د نورو نژادونو ضد افراطي توپیري عقیده تعقیبوي، د کرایسټ چرچ ښار جوماتونو ته له ننوتو مخکې یوه اعلامیه خپره کړې وه چې په هغه کې یې د اسلام پرضد خپلې نظریې لیکلې وې.
په همدې حال کې د نیوزیلنډ یوې محکمې د دې هېواد یو وګړی د کرایسټ چرچ پر جوماتونو د تارانت د برید د ژوندي جریان د ویډیو په خپرولو تورن کړی دی.
د راپورونو له مخې، تورن ځوان هلک دی چې هویت یې نه دی افشا شوی، خو محکمې نوموړی د تشدد په پارونه او د جوماتونو پر عکسونو د دې عبارت په لیکلو تورن کړی چې "هدف ترلاسه شو" د څارنوالانو په وینا، دې ۱۸ کلن هلک ته ښايي چې د هر جرم په خاطر د ۱۴ کلونو د حبس سزا ورکړل شي.
چارواکو ویلي دي چې دا تورن اوس مهال په ضمانت خوشې شوی او محاکمه به یې د تارانت له محاکمې درې ورځې وروسته د اپرېل په اتمه نېټه پیل شي.
د کرایسټ چرچ پر دوو جوماتونو د مارچ د ۱۵ مې حمله د نیوزیلنډ د تاریخ تر ټولو خونړۍ پېښه بلل شوې.
په دې حمله کې ۲ افغان الاصله وګړي هم وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
په استرالیا کې د افغانستان سفارت د وژل شویو کسانو نومونه مطیع الله ساپی او حاجي داوود نبي ښودلي.
د پاکستان، سعودي عربستان، ترکیې، اردن، بنګله دېش، مصر، اندونیزیا، مالیزیا او امریکا وګړي د دې برید په نورو قربانیانو کې شامل دي.