روحاني: ایران د واشنګټن د بنديزونو پر خلاف حقوقي قضيه ثبتوي

د ايران ولسمشر حسن روحاني

د ايران ولسمشر وايي، هېواد يې د واشنګټن د بنديزونو پر خلاف حقوقي قضيه ثبتوي.

حسن روحاني نن په يوه رسمي غونډه کې وويل، دغو بنديزونو يوازې د ايران خلک په نښه کړي دي.

دی وایي:

"نړۍ دې پوهه شي، امريکا چې کوم کار کړى، د ايران د حکومت پر خلاف نه‌و، نه د ايران د اټمي ټکنالوژۍ پر ضد و، بلکې د ايران د خلکو، د خلکو د ژوند د چاپېريال د خونديتوب او د خلکو د عادي ژوند پر ضد و."

امريکا د تېر کال په مې مياشت کې د ايران او د نړۍ د شپږو قدرتونو ترمنځ له اټمي تړونه ووت.

امريکا پر ايران بيا بنديزونه ولګول چې ويل کېږي د ايران اقتصاد ته‌يې سخته ضربه ورکړې او په هغه هېواد کې يې د کاروبار شرایط له ستونزو سره مخامخ کړي دي.