د ناټو ٢٤ غړو هېوادونو په ګرجستان کې پوځي تمرينات پيل کړل

د ناټو د ٢٤ غړو او متحده هېوادونو شااوخوا ٣٥٠ پوځيانو نن په ګرجستان کې ګډ پوځي تمرينات پيل کړل.

تبلیسي ته نږدې د ڼاتو او ګرجستان د ٢٠١٩ میلادي کال د تمريناتو په نوم دغه تطبيقات ١١ ورځې دوام کوي.

ناټو په يوه اعلاميه کې ويلي، دغه تمرينات د ګرجستان لپاره مهم دي چې د ناټو او ګرجستان د پوځي او سياسي همکارۍ د غښتلتيا لپاره د پام وړ ګڼل کېږي.

ټاکل شوې چې د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ د دغو تمرينونو پر مهال ګرجستان ته لاړ شي.

دى به په دغو تمريناتو کې برخه واخلي او د دې تر څنګ به د ګرجستان له مشرانو سره هم وګوري.