په هالنډ کې د ډزو په نتيجه کې یو تن وژل شوی او ګڼ نور ټپيان دي

د هالنډ پولیس

د هالنډ د اوترخت ښار په يوه ټرم يا برښنايي رېل ګاډي کې د ډزو په نتيجه کې لږترلږه يو تن وژل شوى او ګڼ نور ټپيان شوي دي.

پوليسو ويلي چې د نننۍ پېښې انګېزه ښايي ترورېستي وي.

د اوترخت پوليسو په ټویټر کې ليکلي:

"د ښار په يوه ټرم کې دغو ډزو ګڼ کسان ټپيان کړي، سيمه کلابنده شوې او پېښه څېړل کېږي."

د پوليسو په پيغام کې ويل شوي چې سيمې ته څرخي الوتکې د مرستې لپاره لېږل شوې دي.

د هالنډ صدراعظم مارک روټي د دې پېښې په اړه خواشيني څرګنده کړې ده.