ټیفا: د انتخاباتو د نوي کمېسیون د ټيم کارونه د اندېښنې وړ دي

د ټيفا مشر محمد نعیم ایوب‌زاده

د افغانستان د انتخاباتو یو شمېر څارونکي بنسټونه وايي، که د انتخاباتو په مهالوېش کې بدلون راشي، دغه انتخابات به سږ کال ترسره نه‌شي.

د انتخاباتو د ځینو څارونکو په باور، سږ کال د ولسمشرۍ انتخابات د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د غړو ترمنځ د اختلافونو او د دغه کمېسیون د ناسم مدیریت په لانجو کې پاتې دي.

د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ یا ټیفا رئیس محمد نعیم ایوب‌زاده د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۲۷» ازادي راډیو ته وویل، که په دغه کمېسیون کې د پروګرامونو نشتوالی همداسې دوام وکړي، ولسمشریز انتخابات به راتلونکي کال کې هم ونه‌شي.

ده وویل:

"په کمېسیون کې اوس هم فاسد کسان شته او له نویو غړو سره کار کوي، د دوی د مدیریتي رهبرۍ ځانګړتیاوې په پام کې نه‌نیسي او د تأخیر مسئله مطرح کوي، دغه نوی ټیم د دې پر ځای چې راتلونکي ته مو هیله‌مند کړي، بلکې د انتخاباتو د ترسره کېدو په اړه‌یې ناهیلي کړي یوو، له دې امله سخت اندېښمن یوو چې که وضعیت همداسې دوام وکړي، انتخابات به په روان میلادي کال کې ناممکن شي."

مخکې له دې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ویلي چې د ولسمشر له‌خوا د انتخاباتو د قانون له تعدیل سره باید پروګرامونه له سره طرحه شي.

دغه کمېسیون یوه ورځ مخکې ویلي چې په راتلونکو ورځو کې به د ولسمشریزو انتخاباتو د مهالوېش نوی جدول اعلان کړي.

د انتخاباتو څارونکي وايي، دغه کمېسیون تر اوسه نه‌دی توانېدلی چې په وروستیو څو ورځو کې خپل کارونه په سمه توګه تنظیم کړي.

دوی ټینګار کوي چې د انتخاباتو د وروسته کولو لپاره باید بهانې موجودې نه‌وي.

سربېره پر دې په کمېسیون کې د فاسدو کسانو شتون او د حکومت مداخلې بله موضوع ده چې ښاغلی ایوب‌زاده ورته ګوته نیسي، خو ولسمشرۍ ماڼۍ دا ردوي.

په ورته وخت کې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په خپلو چارو کې د پرمختګ خبرې کوي او وايي، دا چې د ولسمشریزو انتخاباتو په زماني جدول کې دې بدلون راشي، هغه څه دي چې خبرې پرې روانې دي.

د دغه کمېسیون د ویاند دفتر سرپرست ذبیح سادات وايي، تر راتلونکو دوو ورځو پورې به د انتخاباتو نوی مهالوېش روښانه شي.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د ویاند دفتر سرپرست ذبیح سادات

ده وویل:

"ډاډ چې موږ یې درکولای شو، دا دی چې ان‌شاءالله انتخابات په راتلونکي کال کې کېږي، تاسې پوهېږئ چې له مهالوېشه ۱۷ ورځې وروسته شوي یوو، د نوم لیکنې لپاره یوه نوې نېټه ځانګړې کېږي."

ښاغلی سادات ټینګار کوي چې کمېسیون هڅه کوي چې انتخابات په راتلونکي کال کې له ټاکلې نېټې سره سم وشي، خو دا چې د ولسمشریزو انتخاباتو د مهالوېش له پلي کېدو ۱۶ ورځې وروسته پاتې شوي، په اړه به‌یې په دوو ورځو کې له څارونکو او ګوندونو سره مشورې ترسره او تصمیم به ونیول شي.

راپور: خان محمد سیند