د بغلان پوليس وايي، هغه کسيې نيولى چې څو ورځې مخکې يې خپله ښځه وژلې وه.
د امنيه قوماندانۍ وياند احمد جاوید بشارت ويلي، دغه کس چې تر تعقيب لاندې و، پرون ونيول شو.
ښاغلي بشارت وويل، بل تن چې په جلګه ولسوالۍ کې د دوو کسانو په قتل تورن دى، پرون نيول شوى دى.