نامعلومو وسله‌والو په کونړ کې د ملي امنیت یو مدیر په ډزو وواژه

د کونړ د ولایت مقام یو انځور

نامعلومو وسله‌والو د کونړ په مرکز اسعداباد کې د ملي امنیت یو مدیر په ډزو وواژه.

د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم نن دوشنبه سهار ازادي راډیو ته وویل چې مدیر شفیع‌الله نن سهار په اسعداباد کې له خپل کوره دفتر ته روان و چې ناپېژانده وسله‌والو وواژه.

تر اوسه د قاتلانو د هويت په اړه معلومات نه‌دي ورکړل شوي او د پېښې مسؤليت هم چا نه‌دى منلى.

د دې پېښې په عکس‌العمل کې په اسعداباد کې ځينو کسانو لاریون پيل کړى دى.