نن په افغانستان کې د «خبريالانو ملي ورځ» لمانځل کېږي

د ازادو رسنيو د ملاتړ ادارې عمومي مشر مجيب خلوتګر

نن دوشنبه په افغانستان کې د «خبريالانو ملي ورځ» لمانځل کېږي.

په‌دې اړه به په کابل او ولايتونو کې د غونډو پر مهال د خبريالانو او رسنيو د فعاليت پر اهميت خبرې وشي.

د ازادو رسنيو د ملاتړ ادارې يا «نى» عمومي مشر مجيب خلوتګر پرون ناوخته ازادي راډيو ته وويل:

"دا ورځ په‌داسې وخت کې لمانځو چې د ځينو هم مسلکانو وينې مو وچې شوې نه‌دي. تر درېيو مياشتو مو په لنډه موده کې د رسنيو ٤ کارکوونکي له لاسه ورکړي دي."

د حکومت کابينې روان کال د کب یا حوت پر ١٤مه په خپله غونډ کې د کب ٢٧مه د خبريالانو د ورځې په نوم ونوموله.

د دې تصميم هدف د خبريالانو د هڅو او قربانيو قدردانى ښوول شوى دى.

ويل شوي په ٢٠١٨ میلادي کال کې افغانستان د خبريالانو لپاره تر ټولو خطرناک و.

په افغانستان کې په‌دې کال ١٦ خبريالان په امنيتي پېښو کې وژل شوي چې په‌دې ډله کې د ازادي راډيو درې خبريالان محرم درانۍ، عبادالله حنانزى او سباوون کاکړ هم شامل وو.