د بادغيس چارواکي هغه راپورونه نهمني چې پهکې ويل شوي په بالامرغاب ولسوالۍ کې شااوخوا ١٥٠ سرتېري اسيران شوي دي.
له څو ورځو راهیسې پهدې ناامنې ولسوالۍ کې د افغان امنيتي ځواکونو او د دولت د وسلهوالو مخالفانو ترمنځ د جګړو راپورونه ورکول کېږي.
د بادغيس چارواکي وايي، پهدې ولايت کې د فعالو وسلهوالو په منځ کې بهرني اتباع هم شامل دي.
صالح محمد صالح د بادغيس د والي له وياند جمشيد شهابي څخه د مرکې په پيل کې پوښتنه کړې چې د سرتېرو د اسير کېدو خبرونه څومره دقيق دي؟
دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5