ولسمشر اشرف غني نن د متحده عربي اماراتو له ولیعهد سره وکتل

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په دبۍ کې

ولسمشر اشرف غني نن د متحده عربي اماراتو له ولیعهد شیخ محمد بن زایدالنهیان سره په پلازمېنه ابوظبي کې وکتل.

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري ازادي راډیو ته په استول شوي بیان کې ویلي چې ولسمشر غني د اماراتو د ولیعهد په رسمي بلنه هغه هېواد ته تللی او په نننۍ کتنه کې یې د دواړو هېوادونو د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا، په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې د اماراتو د پانګونو، د ترورېزم پرضد د ګډې مبارزې او نورو مسایلو په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي چخانسوري زیاته کړه چې د اماراتو مشرانو په دې کتنه کې د افغان حکومت په مشرۍ د سولې د هڅو ملاتړ وکړ.

ده وویل:

"متحده عربي اماراتو د پخوا په څېر د افغان حکومت او خلکو په مشرۍ او مالکیت د سولې له بهیره خپل ملاتړ اعلان کړ او ویې ویل چې په دې برخه کې هم هرراز همکارۍ ته چمتو دي، څو په افغانستان کې دوامداره سوله راشي."

د ارګ ویاند زیاته کړه چې د ولسمشر غني په مشرۍ افغان پلاوي همداراز په متحده عربي اماراتو کې د افغانانو لپاره د کارموندنې په اړه هم د اماراتو له چارواکو سره خبرې وکړې.