د بغلان په مرکز پلخمري ښار کې چاودنې ۳ کسان ټپیان کړل

د بغلان په مرکز پلخمري ښار کې نن ماسپښین په یوه موټر کې ځای پرځای شوی ماین وچاودېد چې درې کسان یې ټپیان کړل.

د بغلان د پولیسو ویاند احمد جاوید بشارت ازادي راډیو ته وویل چې چاودنه په یوه کرولا موټر کې شوې او په درېیو ټپیانو کې یې یو ماشوم هم شامل دی.

پولیسو د پېښې د عواملو او څرنګوالي په اړه څېړنې پیل کړي دي.