د فرانسې حکومت د پاریس په شانزې لیزې واټ کې عمیات وکړل

وروسته له دې چې ژیړ واسکټو معترضانو د پاریس ښار په شانزې لیزې واټ کې بیا د اعتراضونو لړۍ پیل کړه، د فرانسې حکومت نن په‌دې سیمه کې تصفیوي عمیات وکړل.

ژېړ واسکټ لرونکو معترضانو پرون په دې واټ کې یو ځل بیا بانکونو او مغازو ته اور واچاوه.

د دې واټ لوکسو مغازو، رسټورانټونو او بانکونو نن د هغو زیانونو ارزونه پیل کړه چې د اعتراضونو پرمهال د اور لګېدو په پېښو کې ورته اوښتې دي.

د نړۍ دا پرتمین واټ پرون شنبې یو ځل بیا د اعتراضونو ډګر وو او داسې ښکارېده لکه جګړه چې په‌کې تېره شوې وي.

ولسمشر ایمانوئل مکرون پرون له امنیتي چارواکو سره له بېړنۍ غونډې وروسته وویل، په راتلونکي کې د دې ډول پېښو د مخنیوي لپاره به کلک اقدامات وکړي.