پاکستان وايي ۹ وګړي یې د نیوزیلنډ په پېښه کې وژل شوي

د پاکستان د بهرنیوچارو وزارت تأیید کړې ده چې نهه وګړي یې د نیوزیلنډ په کرایست چرچ ښار کې پر دوو جوماتونو د برید په قربانیانو کې شامل دي.

د یو پاکستاني نوم میا نعیم رشید ښودل شوی چې پنځوس کلن و او د بریدکوونکي د بې وسلې کولو هڅه یې کړې وه، خو دی او د طلحه په نوم ۲۲ کلن زوی یې دواړه ووژل شول.

نوموړي ته د پاکستان صدراعظم د ملي هیرو لقب ورکړی.

په نورو قربانیانو کې د افغانستان، بنګله‌دېش، ترکیې، سعودي عربستان، مصر، اردن، اندونیزیا، مالیزیا او امریکا وګړي شامل دي.