فاریاب: طالبانو په ارکلیک سیمه کې د ملي اردو پر پوستو حملې کړي

د فاریاب امنیتي چارواکي وايي چې وسله‌والو طالبانو تېره شپه د قیصار ولسوالۍ په ارکلیک سیمه کې د ملي اردو پر پوستو پراخې تهاجمي حملې وکړې.

د فاریاب د امنیه قوماندانۍ ویاند ترین یورش ازادي راډیو ته وویل، دا حملې د سهار تر څلورو بجو پورې روانې وې، خو یورش د دواړو خواوو د تلفاتو په اړه بې‌خبري وښوده.

له دې مخکې د فاریاب په ولایتي شورا کې سرچینو ازادي راډيو ته ویلي و چې په ارکلیک کې د طالبانو په حملو کې د ملي اردو ۲۰ سرتېري وژل شوي او شل نور ټپیان او اسیران شوي دي.

طالبانو تراوسه په‌دې اړه څه نه‌دي ويلي.