د نوي زیلنډ صدراعظمې، جاسینډا ارډرن خپلو پولیسو ته سپارښتنه کړې چې په ټول هېواد کې د جوماتونو امنیت تر هغو ونیسي چې د خطر امکان له منځه تللی وګڼل شي.
هغې دا خبرې پرون د مارچ په شپاړسمه په کرایسټ چرچ ښار کې وکړې.
د نوي زیلنډ په کرایسټ چرچ ښار کې د جمعې په ورځ، په دوو جوماتانو کې پر خلکو چې د جمعې د لمانځه اداء کولو لپاره ورغلي وو، حملې وشوې.
په حملو کې ۴۹ مسلمانان ووژل شول او ۳۹ تنه زخمیان شول.
د نوي زیلنډ صدراعظمه پرون د مړو او زخمیانو له کورنیو سره د غم شریکۍ لپاره کرایسټ چرچ ښار ته ولاړه.
جاسینډا ارډرن د نوي زیلنډ د مسلمانانو ټولنې ته د درناوي لپاره تورکالي اغوستي وو او تور پړونۍ یې هم پر سر کړی و.
د نوي زیلنډ صدراعظمې د هاګلي کالج په نوم ځای کې د قربانیانو د کورنیو د غړو او ملګرو سره خبرې وکړې.
صدراعظمې اردرن وروسته په کرایسټ چرچ کې خبریالانو ته وویل:
"اساسي توجه زموږ د مړو خاورو ته سپارلو ته ده، څو په دود دستور ترسره شي، پولیس د قربانیانو له کورنیو سره په مستقیم تماس کې دي او هڅه کوي چې د هغوی د تمې سره سم کار وکړي."
په نیوزلنډ کې د النور جومات
د نوي زیلنډ د ټولو جوماتونو د امنیت لپاره اضافي پولیس ګومارل شوي دي.
په نوي زیلنډ کې د یهودانو ټولنې د شنبې په ورځ چې د هغوی خاصه مذهبي ورځ وي او شبت ورته وايي، خپل عبادت ځایونه نه پرانېستل.
د نوي زیلنډ صدراعظمې پرون د کرایسټ چرچ مسلمانانو ته وویل چې هغوی په امن کې د عبادت حق لري او دا به هره مرسته ورسره وکړي.
د لندن ښاروال صادق خان د جمعې په ورځ بي بي سي ته وویل چې د مسلمانانو د امنیت لپاره به د دې ښار د جوماتونو شاوخوا ته به امنیتي ځواکونه زیات کړي.