له اېرلنډ سره د ټېسټ لوبې نن ورځ د افغان لوبډلې د برترۍ وه

د کرکټ افغان ملي لوبډله

د افغانستان او اېرلنډ ترمنځ د ټېسټ سیالۍ دوهمه ورځ د افغان لوبډلې په برترۍ سره پای ته ورسېده.

د دغې سیالۍ په لومړۍ ورځ اېرلنډۍ لوبډلې د ټولو لوبغاړو په زیان سره ۱۷۲ منډې جوړې کړې چې په ځواب کې یې افغان لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۳۱۴ منډې جوړې کړې.

اېرلنډۍ لوبډلې د لوبې په دوهمه ورځ په داسې حال کې خپله دوهمه پاڼۍ پیل کړه چې د دې ورځې پای ته ۱۲ اورونه پاتې وو چې په دغو ۱۲ اورونو کې اېرلنډ د يوې وایکټې په زیان سره ۲۲ منډې جوړې کړې.

له دې وړاندې د دواړو لوبډلو ترمنځ درې شل اوریزې لوبې وشوې چې اتلولي یې افغان لوبډلې خپله کړه، خو د دواړو لوبډلو ترمنځ د پنځو يو ورځینو سیالیو لړۍ دوه پر دوه مساوي پای ته ورسېده.