روسيه : مسکو به د اروپايي ټولنې د نويو بنديزونو ځواب ووايي

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت اعلان وکړ چې مسکو به د اروپايي ټولنې د نويو بنديزونو ځواب ووايي.

د روسيې انټرفاکس خبري اژانس نن شنبه دغه راپور ورکړى دى.

اروپايي ټولنې، د امريکا د متحدو ايالتونو او کاناډا تر څنګ پرون پر روسيې دغه تازه بنديزونه ولګول.

دغه بنديزونه د اوکراين پر کښتيو د تېر کال د حملې، د کريميا ټاپووزمې د الحاق او د اوکراين په ختيځ کې د بېلتون غوښتونکو د ملاتړ او نورو اقداماتو له کبله پر روسيې لګول شوي دي.

انټرفاکس خبري اژانس د روسيې د بهرنيو چارو وزارت په حواله راپور ورکړى چې ويلي يې دي:

"د اروپايي ټولنې د شورا پرېکړه د خپلو رسمي سرحدونو د خونديتوب لپاره د روسيې فډراسيون حق ته بې احترامي څرګندوي."

روسيې تېره نوامبر مياشت کيرچ تنګي ته نږدې چې تور سمندرګى له ازوف سمندرګي سره تړي، د اوکراين درې کښتۍ او د هغوى ٢٤ عمله ونيوله.

روسيې ادعا کړې چې دغه کښتۍ په غير قانوني ډول په کريميا کې د روسيې د قلمرو اوبو ته داخلې شوې وې.

روسيې دغه سيمه په ٢٠١٤ میلادي کال کې له اوکراين څخه ونيوله او په خپلې خاورې پورې یې الحاق کړله.