د کندز د عامې روغتيا چارواکي وايي چې د تېرو کلونو په توپير د مور او ماشوم د مړینې کچه تر ډېره برېده راټيټه شوې ده.
د کندز د حوزوي روغتون مشر ډاکتر محمد نعیم منګل له ازادي راډيو سره دخبرو پرمهال وویل چې د دې ولایت په لېریو پرتو سیمو کې روغتیايي مرکزونه جوړ شوي او دا مهال ۹۰ سلنه خلک روغتیايي خدمتونو ته لاسرسي لري او له کبله یې د میندو او ماشومانو د مړینې په کچه کې د پام وړ ټيټوالی راغلی دی.
دی زیاتوي:
"علاوه له کندز حوزوي روغتونه، موږ یو ۵۰ بستریز روغتون په امام صاحب ولسوالۍ کې لرو او یو ۲۰ بستریز روغتون په خان اباد ولسوالۍ کې لرو او دغه راز په نورو ولسوالیو او کلیو کې کلینیکونه او صحي مرکزونه لرو او په کې ډاکتران، قابلې او نرسان موجود دي چې له امله یې میندو او ټولو خلکو ته ښه خدمتونه وړاندې کوي."
ښاغلي منګل زیاته کړه چې د ښه روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو له امله په هر ۲۴ ساعتونو کې د کندز په حوزوي روغتون کې له ۴۰ تر ۵۰ پورې نارمل ولادتونه کېږي.
د کندز د عامې روغتیا د چارواکو د خبرو پربنسټ چې اوس مهال د دې ولایت په کچه ۷۶ دولتي روغتیايي مرکزونه فعالیت لري چې له کبله یې خلک له ښو صحي خدمتونو برخمن شوي دي.