په غزني کې د سلطان محمود خیرخواه د وژنې په خلاف مظاهره وشوه

په غزني کې د خبریالانو د ملي ادتحادیې غړي

په غزني کې د خبریالانو د ملي ادتحادیې له خواه په خوست کې د وژل شوي خبریال سلطان محمود خیرخواه د وژنې په خلاف مظاهره وشوه.

دوی له دولته د خیرخواه د قاتلانو د نیول کېدو او سزا ورکولو غوښتنه وکړه.

پر دغه خبريال پرون په خوست ښار کې د نامعلومو وسله والو له خوا حمله وشوه چې وروسته يې په روغتون کې ساه ورکړه.

په مرکزي زون کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مشر جمیل وقار وویل، دولت دې د خبريالانو د خونديتوب لپاره له خبریالانو سره پر کړو ژمنو وفا وکړي.

بل خوا په کابل کې د خبريالانو د خونديتوب ادارې يا نى په يوه اعلاميه کې ويلي، د خيرخواه وژل کېدو څرګنده کړه چې په هېواد کې خبريالان په بد وضعيت کې دي.