د اسټراليا هغه ٢٨ کلن وګړى چې د نيوزيلنډ پر دوو جوماتو په ډزو تورن دى، د لومړي وار لپاره په محکمه کې حاضر کړاى شو.
هغه چې ورباندې لګېدلي تورونه اورول کېدل، لاسونه يې ولچک شوي وو او د زندانيانو سپين کالي يې په تن وو.
برينټان ټارانت چې پرون يې دغه حمله کړې وه، نن د کرايست چرچ ښار يوې محکمې ته راوستل شو.
کله چې پر ده د وژنو تورونه واورول شول، ده احساسات څرګند نه کړل.
د محکمې قاضي وويل، دا څرګنده ده چې پر ده به د وژنې نور تورونه هم ولګول شي.
مشکوک کس چې د استيناف غوښتنه يې ونه کړه، د اپرېل تر پنځمې به تر بلې محاکمې پورې په توقيف کې وساتل شي.
نيوزيلنډ نن پر دوو جوماتونو د پرونۍ حملې له کبله وير کوي چې په نتيجه کې يې ٤٩ کسان ووژل شول او نږدې ٤٠ تنه نور ټپيان شول.
د نيوزيلنډ صدراعظمې جسيندا ارديرن دا د خپل هېواد لپاره يوه له ”تورو ورځو“ بللې ده.