د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ د هوايي ځواک يو مهم جنرال په اروپا کې د امريکا د نوي عمومي قوماندان په توګه ونوماوه.
د جنرال توډ ډي ولټرز د نومونې اعلان پرون د امريکا د دفاع د سرپرست وزير پاټريک شاناهان له خوا وشو او ويې ويل چې ناټو تړون له دې مقررۍ سره موافقه کړې ده.
که ښاغلى ولټرز د امريکا د مشرانو جرګې له خوا تأييد شي، دى به د جنرال کورټيس سکاپروټي ځاى ونيسي.
ولټرز به په داسې حال کې په ناټو کې دغه نظامي مسؤليت اخلي چې دغه تړون د منځ واټنه اټمي وسلو د کنټرول تړون احتمالي ختمېدو ته چمتووالى نيسي.
ويل شوي چې د امريکا او روسيې ترمنځ دا تړون په تېرو درېيو لسيزو کې د اروپا د خونديتوب سبب شوى و.
جنرال توډ ډي ولټرز به په اروپا کې د امريکا د ټولو ځواکونو مشري هم کوي.