امریکا په افغاستان کې د امریکا د فعالیت څېړونکو ته وېزې نه ورکوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ویلي چې د جنګي جرمونو د نړیوالې محکمې استازو ته به چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د فعالیت د څرنګوالي په اړه تحقیق غواړي، وېزې ور نه کړي.

هغه پرون د مارچ په پنځلسمه خبریالانو ته وویل چې دا کار په امریکا کې د قانون حاکمیت په اړه سوال پیدا کوي.

مایک پامپیو وایي:

"د امریکا متحده ایالات به دا ګامونه د نافذو قوانینو او د ملګرو ملتونو له موافقې سره سم واخلي، د وېزې محدودیت به زموږ د هڅو پای نه وي، که محکمه خپله لار بدله نه کړي، موږ نور اقدام ته هم تیار یوو چې اقتصادي بندیزونه هم په کې دي، زموږ د حکومت لومړۍ او تر ټولو مهمه وظیفه زموږ د خلکو دفاع ده او دا کار به کوي."

د جنګي جرمونو نړیواله محکمه په هاګ کې ده.

د محکمې قاضي القضات د ۲۰۱۷ میلادي کال په نومبر میاشت کې له خپلو قاضیانو وغوښتل چې په افغانستان کې د جنګي جرمونو د ادعاوو په اړه تحقیقات وکړي.

سپینې ماڼۍ تېرکال په سپټمبر کې هم دې نړیوالې ادارې ته خبرداری ورکړی و.