د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر هم په نیوزیلنډ کې پر جوماتونو پرونۍ حملې وغندلې.
ډونالد ټرمپ پر ټوېټر لیکلي چې د نیوزیلنډ له صدراعظمې سره غږېدلی او ډاډ یې ورکړی چې امریکا هر ډول مرستې ته تیاره ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو هم پرون د مارچ په پنځلسمه په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې د امریکا حکومت تیار دی چې له نیوزیلنډ سره هر ډول مرسته وکړي.
په همدې اړه د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار جان بولټن پرون په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل:
د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار جان بولټن
"موږ پر دې پېښه چې د کرکې له مخې شوې او معلومېږي چې ترورېستي حمله وه، سخت خواشیني یوو، موږ په نیوزیلنډ کې له خپل سفارت سره په تماس کې یوو او د بهرنیو چارو وزارت دا وضعیت څاري."
د نیوزیلنډ په کرایسټ چرچ ښار کې پرون په دوو جوماتانو کې پر خلکو چې د جمعې د لمانځه ادا کولو لپاره ته ورغلي وو، حملې وشوې.
د همدې پېښې له کبله تېره شپه په نیوزیلنډ کې د دغه هېواد ملي بیرغ ښکته و.
د نیوزیلنډ د پولیسو کميشنر (مشر) مایک بُش پرون خبریالانو ته وویل چې د النور په نوم په جومات کې د مړو شمېر ۴۱ ته لوړ شوی او د لاین وډ په جومات کې اووه تنه وژل شوي دي.
د نیوزیلنډ د النور جومات
د هغه په وینا، د کرایست چرچ په روغتون کې ۴۰ زخمیان بستر شوي وو چې له هغوی هم یو تن مړ شوی او له دې امله په دواړو حملو کې د مړو شمېر ۴۹ تنه دی.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم دا حملې بزدلانه بللي او ویلي یې دي چې داسې ترورېستي اعمال هېڅ ډول توجیه نه لري.
د امنیت شورا په پرونۍ غونډه کې د حملې د قربانیانو د درناوي لپاره یوه دقیقه سکوت وشو.
د اروپايي اتحادیې له لوري هم ورته غبرګون خپور شوی دی.
د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مشرې فدریکا موګریني پرون په بروکسل کې خبریالانو ته وویل چې د نیوزیلنډ له صدراعظمې سره یې خبرې کړي او د کرکې د کمولو لپاره يې پر همکارۍ ټینګار کړی دی.
خو د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر پر یو شمېر رسنیو او سیاستوالو چې د هغه په وینا د مسلمانانو پر ضد کرکه خپروي، له انتقاده ډکې خبرې کړې دي.
مولود چاوش اغلو پر غربي دولتونو سخت انتقاد وکړ.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اغلو
هغه وویل:
"یوازې حمله کوونکي نه، بلکې هغه غیر مسؤل سیاستوال او رسنۍ هم چې د اسلام ضد نظرونه تقویه کوي او د مسلمانانو پر ضد کرکه خپروي، د دې حملې مسؤلان دي."
مولود چاوش اغلو وویل چې له داسې حملو باید ټول زده کړه وکړي.
هغه وویل چې د مسلمانانو پر ضد خبرې او کرکه باید د بیان د ازادۍ تر چتر لاندې ونه زغمل شي.
د لندن ښاروال صادق خان پرون بي بي سي ته وویل چې د مسلمانانو د امنیت لپاره به د دې ښار د جوماتونو شااوخوا ته امنیتي ځواکونه زیات کړي.
د نیوزیلنډ د پولیسو مشر مایک بُش پرون خبریالانو ته وویل چې پولیسو یو نارینه چې نږدې دېرش کلن دی، د حملو په تور نیولی او نن شنبه به محکمې ته ودرول شي.
د نیوزیلنډ د پولیسو مشر وویل چې دوی تر حملې مخکې هېڅ معلومات نه درلودل، خو اوس یې تحقیقات پیل کړي دي.