په نیوزیلنډ کې پر دوو جوماتونو په بریدونو کې ۴۹ کسان مړه شوي او شل نور سخت ټپیان شوي دي.
پولیسو نن وویل چې ۴۱ کسان د کرایسټ چرچ ښار په النور جومات او اووه نور د لینووډ ښار په یوه جومات کې وژل شوي او یوه په روغتون کې سا ورکړې ده.
په نیوزیلنډ کې د النور جومات انځور
د راپورونو له مخې، په دې حمله کې افغانانو ته هم مرګ ژوله اوښتې ده.
د نیوزیلنډ چارواکو دا حملې ترورېستي حملې بللي.
د افغانستان په ګډون د نړۍ د ګڼ شمېر هېوادونو مشرانو دا حمله غندلې ده.
په اسټرالیا کې د افغانستان سفارت نن وویل، د کرایسټ چرچ په ښار کې پر یو جومات د برید په قربانیانو کې افغان الاصله نیوزیلنډیان هم شامل دي.
په کانبیرا کې د افغانستان سفیر وحیدالله ویسي پر ټوېټر په یوه پیغام کې ویلي چې یو افغان په ډزو لګېدلی او مړ شوی او درې نور سخت ټپیان دي.
د نیوزیلنډ صدراعظمې جسیندا اردن دا حمله غندلې او ویلي یې دي، روښانه خبره ده چې دا یوازې یوه ترورېستي حمله بلل کېدای شي.
مېرمن اردِن نننۍ ورځ د نیوزیلنډ لپاره تر ټولو تیاره ورځ وبلله.
د نیوزیلنډ صدراعظمه جسیندا اردن
د روغتونونو چارواکو ویلي چې د برید په قربانیانو کې ماشومان هم شامل دي.
امنیتي چارواکي وايي چې د برید په تړاو یې څلور کسان نیولي او په نیوزیلنډ کې فوق العاده بېړنۍ حالت اعلان شوی دی.
مېرمن اردن وویل، څلور واړه مشکوکو کسانو افراطي نظریات لرل، خو له دې مخکې هېڅ کله د پولیسو د څار په لېست کې نه وو.
د اسټرالیا صدراعظم سکاټ موریسن تأیید کړې چې په نیول شویو کسانو کې یو د اسټرالیا تابعیت لري.
د نیوزیلنډ راډیو د جومات له منځه د عیني شاهدانو په حواله خبر ورکړی چې دوی وايي، په جومات کې هره خوا وینې بهېدې.
پولیس وايي، ټولو جوماتونو ته ویل شوي دي چې خپلې دروازې د نن ورځې لپاره بندې وساتي.
امنیتي چارواکي وايي، په سیمه کې د تلاشۍ د عملیاتو پرمهال یې په یوه موټر کې چاودېدونکي وسایل موندلي دي.
یوه تن چې د دې حملې مسؤلیت یې منلی، په یوه پیغام کې ویلي چې دی ۲۷ کلن سپین پوستی اسټرالیایي دی او د دې حملې د پلان جوړولو لپاره نیوزیلنډ ته تللی دی.
د نیوزیلنډ د پېښې د ځای یو انځور
د احمد المحمود په نوم عیني شاهد چې د حملې پرمهال په النور جومات کې و، رسنیو ته ویلي چې وسله وال بریدکوونکی سپین پوستی و، ژېړ ویښتان یې درلودل، محافظتي خولۍ یې پرسر وه او زره واسکټ یې اغوستی و.
د نوموړي په وینا، له هغه سره یو لوی ټوپک و او جومات ته له ننوتو سره سم یې هره خوا ډزې پیل کړې.
المحمود وايي چې دی د جومات د کړکۍ له لارې وتښتېد.
د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو، په تېره په اسلامي نړۍ کې سیاسي مشرانو دا حمله غندلې ده.
د افغانستان جمهوري ریاست په یوه خبرپاڼه کې دا حمله غندلې او ویلي یې دي، پر دې جوماتونو حمله ښيي چې ترورېستان هېڅ دین او ایین ته درناوی نه لري او ټول د بشريت دښمنان دي او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم ویلي دي چې ترورېستان هېڅ مذهب او مشروع انګېزه نه لري.
د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو پر ټوېټر په یوه پیغام کې لیکي دي چې دا حمله د مسلمانانو سیاسي مبارزې ته د شیطاني بڼې د ورکولو لپاره هڅه وه.
هغه لیکلي چې نه یوازې د دې حملې پلان جوړوونکي، بلکې سیاستوال او هغه رسنۍ چې له اسلام څخه د وېرې او په لوېدیځ کې د مسلمانانو پر وړاندې د نفرت اور ته پوکی وهي، یوشان په دې حمله کې مسؤل دي.
د مصر د پلازمېنې قاهرې الازهر پوهنتون چې د سني اسلامي زده کړو زرکلن تاریخ لري، په یوه بیان کې وویل چې دا حمله د خدای د کور تقدس ته سپکاوی و.
د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیر انوار ګرګش وویل چې د تشدد او کرکې پرضد زموږ ګډ کار باید په نوي توان سره دوام وکړي.
د پاکستان صدراعظم عمران خان پر ټوېټر په یوه پیغام کې پر امریکا د سپټمبر د ۱۱مې له ترورېستي حملو وروسته له اسلام څخه وېره د دې ډول حملو علت بللی او لیکلي یې دي چې د نړۍ ۱،۳ میلیارده مسلمان په ډله ییز ډول د هرې ترورېستي پېښې له کبله پړه ګڼل کېږي.
د روسیې ولسمسر ویلادیمیر پوتین، د جرمني صدرعظمې انګیلا مېرکل، د بریتانیا صدراعظمې تیریزا مې، د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون، د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ او د نړۍ ګڼو نورو مشرانو په نیوزیلنډ کې دا بریدونو غندلي او د ترهګرۍ د هرې بڼې پر ضد یې پر مبارزې ټینګار کړی دی.