په ۳ ولایتونو کې څه د پاسه ۷ سوه کیلو ګرامه نشه يي مواد نیول شوي

آرشیف

په درېیو ولایتونو کې څه د پاسه اووه سوه کیلو ګرامه نشه يي مواد نیول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت له خوا رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په لومړۍ پېښه کې د سمنګان ولايت پولیسو (۶۸۸) کیلو ګرامه نشه يي مواد په داسې حال کې نیولي چې په یوه موټر کې ځای پر ځای شوي او په پام کې وه دباندې يې قاچاق کړي.

په دوهمه پېښه کې د بغلان ولایت پولیسو په ځانګړو عملیاتو کې څه د پاسه (۱۷) کیلو ګرامه هیروئین په داسې حال کې ونیول چې له بدخشان ولایت څخه کابل ته قاچاق کېدل.

او په درېيمه پېښه کې د پنجشېر پولیسو (۱۷) کیلو ګرامه چرس هغه مهال ونیول چې له خینج ولسوالۍ څخه کابل ته قاچاق کېدل.

د یادونې وړ ده چې د دې درېيو قضیو په تور شپږ کسان نیول شوي دي.