د پنجشېر ولایت اوسېدونکو د نشه يي موادو د قاچاقو او خرڅلاو پرضد مظاهره وکړه.
مظاهره کوونکو ادعا کړې چې په پنجشېر ولایت کې د نشه يي مواد قاچاق او خرڅلاو ازاد دی، خو سیمه ییز چارواکي یې مخه نه نيسي.
اعتراض کوونکي وايي چې پنجشېر ولایت د نشه يي موادو د قاچاقو په لاره بدل شوی او دغه ډول په دې ولایت کې نشه يان هم ډېر شوي دي.
د پنجشېر د والي وياند منصور عنابي ازادي راډيو ته وويل، د نشه يي موادو خرڅوونکي په دې ولايت کې په پټه نشه يي مواد خرڅوي، خو د دوی د نيولو لپاره هڅې رواني دي.
ده وویل:
"پنجشېر د هغو ولايتونو له جملې څخه دی چې کوکنار هېڅ نه پکې کرل کېږي، خو د نشه يي موادو خرڅوونکي د پنجشېر په بېلابېلو سيمو کې په پټه نشه يي مواد خرڅوي، د پنجشېر محلي حکومت ژمنه کوي چې د دې موادو د خرڅلاو او قاچاقو مخه ونيسي."
په پنجشېر ولایت کې د قاچاق کوونکو او د نشه يي موادو د خرڅوونکو پر خلاف مظاهرې په داسې وخت کې کېږي چې په تېره یوه میاشت کې په دې ولايت کې یوازې دوه ځله د نشه يي موادو د قاچاقو راپور ورکړل شوی دی.