د افغانستان د کورنیو چارو او د دفاع سرپرست وزیران بلخ ته تللي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي او د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد د بلخ ولایت ته تللي او دغلته یې د والي اسحاق رهګذر سره کتلي دي.

په شمال کې د شاهین قل اردو ویاند حنیف رضايي مزار شریف ته د دې دوو وزیرانو سفر تأیید کړی او د دوی د سفر هدف دغلته د وروستي راپورته شوي کړکېچ هواری بللی دی.

په مزار شریف کې پرون وروسته له هغې نښتې وشوې چې د دې ولایت پخواني والي عطا محمد نور او پخواني د امنیې قوماندان اکرم سامع په بلخ کې د نوي امنيې قوماندان له معرفي کېدو سره مخالفت وکړ.

خو وروسته د بلخ لپاره نوی امنیه قوماندان عبدالرقیب مبارز معرفي شو او رسماً یې دغلته دنده پیل کړه.

په شمال کې د شاهین قل اردو ویاند حنیف رضايي وايي، دا مهال د مزار شریف په مهمو سیمو او کمربندونو کې د ملي اردو ځواکونه ځای پر ځای شوي دي.