محب: خلیلزاد د سولې په خبرو کې د افغان حکومت د نامشروع کولو هڅه کوي

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب

د افغانستان د حکومت یوه جګپوړي چارواکي د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په دې تورن کړ چې له طالبانو سره د سولې له خبرو د افغانستان د حکومت په څنګ ته کولو د هغه د نامشروع کولو هڅه کوي او د وایسرای په شان چلند کوي.

د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار حمدالله محب دا څرګندونې چې پرون یې وکړې، د واشنګټن له لوري سمدستي رد شوې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وویل چې د محب څرګندونې یوازې د افغانستان او امریکا د اړیکو او د سولې د پروسې خنډ کېږي.

ښاغلي محب په واشنګټن کې د امریکا په سفارت کې په یوه خبري غونډه کې د خبرو په مهال د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي خلیلزاد د سولې پر خبرو نیوکې وکړې.

د افغانستان حکومت د قطر په خبرو کې په دې خاطر شامل نه کړل شو چې طالبانو نه غوښتل چې ورسره خبرې وکړي.