په داسې حال کې چې په بلخ ولایت کې د پخواني والي او مرکزي حکومت ترمنځ کړکېچ دوام لري، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي، افغان امنیتي ځواکونه باید د خلکو پر وړاندې ونه درېږي.
په مزارشریف کې پرون د پخواني والي عطا محمد نور د پلویانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ په نښتو کې اتلس کسان ټپیان شول.
دا نښتې وروسته له هغه پیل شوې چې د بلخ نوی امنیه قوماندان عبدالرقیب مبارز د خپلې دندې د پیل لپاره مزارشریف ښار ته ورسېد او د ښاغلي نور وسله والو مخالفت ورسره وکړ.
اجرائیه ریاست تېر ماښام په یوه خبرپاڼه کې د ښاغلي عبدالله له قوله لیکلي چې نوموړی وايي، د هېواد له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه باید یوازې د دښمن پرضد کار واخیستل شي.
د بلخ نوی امنیه قوماندان پرون له ۴ ساعته جګړې وروسته د کورنیو چارو وزارت د پلاوي له خوا معرفي شو او په خپله دنده یې پیل کړه.