په ننګرهار کې پرون په درېيو پرله پسې چاودنو کې شپږ تنه ټپيان شول

د ننګرهار د والي وياند عطالله خوګياڼی

په ننګرهار ولايت کې پرون په درېيو پرله پسې چاودنو کې شپږ تنه ټپيان شول.

د ننګرهار د والي وياند عطالله خوګياڼی وايي چې د یوه ټپي وضعيت نازک او د نورو پنځو کسانو د ډاډ وړ دی.

ښاغلی خوګيانی وایي، درې واړه چاودنې د لومړۍ ناحيې اړوند د بهسودو پله ته څېرمه شوي دي.

د هغه په وینا، په لومړۍ پېښه کې په يوه ګلدان کې ځای پرځای شوی ماين وچاودېد، په دوهمه کې په يوه ريکشا کې ځای پرځای شوي چاوديدونکي مواد والوځول شول او په درېيمه پېښه کې امنيتي ځواکونو یو کشف شوی ماين په خپله والوځاوه.