د امریکا سنا چې جمهوري غوښتونکي پکې اکثریت دي، د سرحدونو په مسئله کې د ولسمشر ډونالد ټرمپ د ملي بېړني حالت د اعلان غوښتنه پرون پنجشنبې رد کړه، خو ټرمپ وویل چې دا پرېکړه به رد یا ویټو کړي.
دې طرحې ته ۴۱ موافقې او ۵۹ مخالفې رأیې ورکړل شوې، خو د رأیو د نتیجې په ځواب کې ټرمپ پر ټوېټر یوه کلمه ولیکله، "ویټو"
۱۲ جمهوري غوښتونکي سناتوران پر نورو ډموکراتو سناتورانو ورګډ شول او د ولسمشر ټرمپ د بېړني حالت طرحه یې رد کړه.
ټرمپ وروسته له دې چې کانګرس له مکسیکو سره په جنوبي سرحد کې د دېوال د رغونې د لګښتونو لپاره د ده د ۵،۷ میلیارده ډالرو بودیجې غوښتنه رد کړه، نو د بېړني حالت د اعلان طرحه یې وړاندې کړه.
ښاغلی ټرمپ وايي چې دا دېوال له مکسیکو څخه امریکا ته د غیر قانوني کډوالو د ننوتو مخه نیسي.